پروتوکول/لیکنه

ستا خبرې

ټول هغه څه چې تا په مرکه کې ویلي د دولت مامور هغه لیکلي دي. دا سند د پروتوکول په نوم یادیږي چی ستا د پناهندګۍ د پریکړی (تصمیم) لپاره ډیر مهم دی.

د مرکې په پای کې پروتوکول په لوړ غږ لوستل کیږی. ژباړونکی تاته هغه څه لولی، کوم چې په هغه کې لیکل شویدی. ښه یی واوره. پروتوکول کې باید هرڅه صحیح وی. ټول شیان هسې لیکل شوي چې تا ویلي دي. ایا کوم شی دې هیر شوی؟ نو اوس یی و وایه . ایا پروتوکول پوره ندی او یا په کې کومه اشتباه شته؟ مهربانی وکړه ډیر ژر یی ووایه! دا به اصلح شي.

وروسته بیا باید ته هره پاڼه لاسلیک کړې. ستا لاسلیک دا معنا لری چې: پروتوکول صحیح دی او ټول حقیقت لري. کله چې ټول صحیح وی بیا یی لاسلیک کړې.

د پروتوکول فوتوکاپی هم ترلاسه کولای شی. د هغه د فوتوکاپی غوښتنه وکړه!

ستا خبرې کنترولېږی

د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره د هغه څه په اړه چې تا ویلی معلومات راټولوي. د دولت مامور د پولیس په شان مخفی (پټ) کار کوی. هغه ستا د هیواد په باره کې ډیر خبرونه او ګذارشوونه لولي.

شاید هغه ستا په هیواد کې څیړنه وکړی، او یا کوم څوک ستا په منطقه کې تحقیق وکړي. هغه به پوښتنه وکړي چه ایا ستا قصه رښتیا ده. ستا نوم ستا د هیواد پولیسو او ادارو ته نه ښودل کیږي.
که ته دا کنترول نه غواړې نو خپل استازي د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال ادارې ته یی ووایه . همدا ډول ووایه چې ولې؟

یوه بله مرکه؟

د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره له مرکې/ مصاحبې څخه یو پروتوکول لري، ځینی وختونه د دولت مامور غواړي چې په نورو ډیرو خبرو پوه شي، نو تا بیا بلې مرکې ته راغواړي.
د دولت مامور هماغه څوک دی چې په لمړې مرکه کې و. دا مرکه د تیری مرکې په شان ډیره مهمه ده . عین مقررات لري