ستا مصاحبه : د تیښتې دلیلونه

ته يو سپين کارت لری.دا یو څو هفتې دوام کوي. وروسته د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال ادارې ستره مرکه / مصاحبه لرې. استازمی په دی اړه تاته معلومات درکوي!

مصاحبه کوونکي / د دولت مامور ستا ټول اسناد مطالعه کړي. هغه غواړي یو ځل بیا هغه خبری دقیق واوري. هغه له تا ډیرې پوښتنې کوي . ځواب ورکړه او هغه ته ټولې خبرې وکړه. بیا کولای شی تصمیم ونیسي چې آیا ته به په اتریش کې پناه تر لاسه کوی. د مصاحبې/ مرکې لپاره خپل ځان آماده کړه. ستا استازی له تا سره مرسته کوي.

ایا ته غواړې چې یو نارینه له تاسره مرکه/ مصاحبه وکړي؟ او یا یوه میرمن؟ مهرباني وکړه دا خبره مخکې خپل استازي ته وکړه.

مصاحبه محرمه ده. هیڅوک اجازه نلري هغه څه چې تا ویلي دي بل چا ته یې ووایي. دا معلومات ستا په هېواد کې هیچا ته نه ورکول کیږي.

څوک به په مرکه کې وي؟

  • ته.
  • ستا استازمی.هغه له تا سره مرسته کوي، مګر هغه اجازه نه لري چې ستا په ځای خبرې وکړي.
  • دولت مامور د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال د ادارې څخه. هغه مصاحبه / مرکه کوي او تا ته معلومات درکوي. ته له هغه نه ټولې پوښتنې کولی شې.
  • دوست/سرپرست/د باور وړ سړی. ایا په کوم چا باور لرې؟ که چیرې دا سړی دلته وي، او ته د اطمینان او خاطر جمعی احساس کوې، کولی شې چې دغه سړي نه هیله وکړې چې له تا سره راشي. خو هغه اجازه نه لري چې ستا په ځای خبرې وکړي.
  • .ژباړونکی/ ترجمان. که ته د ژباړونکی په خبرو نه پوهیږې، مهرباني وکړه ډیر ژر دا ووایه. کومه منفي نتیجه نه لري .

که په کوم لغت یا پوښتنې پوه نه شوې د هغه د توضیح غوښتنه وکړه.

مرکه په دې ډول په مخ ځي!

  1. ټولو هغو خلکو ته چې هلته دي ,سلام علیکم ویل کیږي. د نومونو سره معرفي کيږي.
  2. ستا حقوق او مکلفیتونه به هم توضیح شي.
    د مثال په توګه: ته کولی شی چې تفریح وکړې.
    بل مثال: ته مکلف یی چې حقیقت ووایی او ټول شیان بیان کړې. ټولی خبری نکوی؟
    که ته ټول شیان ونه وایی اود بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره په دې پوه شي نو ستا د پناه غوښتنې په پروسه کې ستونزه/ مشکل پیدا کیږي .
  3. مصاحبه کوونکی له تا ځینې آسانه پوښتنې کوې، لکه : ستا د نوم؟ ستا کورنۍ؟ ستا د مور او پلار؟ ستا د ښوونځي/ او مسلک ؟ ستا د اسنادو.
  4. تیښته. اوس ووایه ولې تښتیدلی یی او پناه غواړې؟ دولتي مامور له تا ډیرې پوښتنې کوي: څه پیښ شوي وه؟ ته ولې وتښتیدې؟ ولې نه شې کولی چې بیرته ه لاړ شې؟

لطفا رښتیا قصه وکړ ه او ټول جزییات ووایه. دا ستا د پناه غوښتنې د تصمیم نیولو لپاره ډیر مهم دی . ټول هغه شیان چې ویل یی غواړي. ته په کافی اندازه وخت لرې. کله چې ته خپله قصه کوې ته خپه یې او ویریږې؟
هغه څه چې وایې، سره له دې چی ویل یی سخت دي بیا یی هم ووایه. ته کولی شې ووایې چې دا خبری ډیری دردونکی دي. که په کوم ځواب نه پوهیږې، نو ووایه چی “زه نه پوهیږم”.یوازې هغه څه ووایه چې ته پرې باور لرې.
لطفا حقیقت ووایه، ته په خپله قصه ښه پوهیږې، او هغه صحیح بیانولی شې.

شاید دولتی مامور هغه پوښتنه وکړی چې ته پرې پوهیږې، شاید چې تا په تیره مصاحبه کې هغه ته ځواب ورکړی وی. د دولت مامور یو لست لری، هغه باید ټولې پوښتنې وکړي. لطفا هغو ته بیا ځواب ورکړه.