اتریش ته رارستیدل

هر هغه څوک چې په اتریش کی پناه غوښتنه کوی “د پناه غوښتلو غوښتنليک” ورکوی یو امن ځای ته راځی. په ولایتونو کی د ډاډ وړ ځایونه شته چی د ” ویشلو د مرکز“ په نامه یادیږی. ایا ستا سن له ۱۸ کلو څخه ټیټ دی؟ په دی صورت کی ته یو د ډاډ وړ ځای “ د لومړی استوګنې ځای ” ته ځی. د لومړی استوګنې ځای د نیدراوسترایخ ولایت په ترایسکیرخن کی موقعيت لري.د ترایسکیرخن د کمپ رستمی نوم د ختیز لمړی هستوګنځی/اوستیدلو ځای دی.
د اتریش په نورو سیمو کی هم د ماشومانو او تنکی ځوانانو د پاملرنې لپاره ” خاص مرکزونه” شته.

د معلوماتوځای

چیرته ژوند کوی؟ ایا په ترایسکیرخن کی یی؟ ترایسکیرخن د لومړی استتوګنې ځای کې کولی شې چې د “معلوماتو” له ځای څخه معلومات لاس ته راوړې .هلته ته د ختیز د لمړۍ استتوګنې ځای یوپلن (نقشه) وینی.

Infopoint Traiskirchen

د پېژندنې کارت

کله چې ته راورسیږی ,ته د پیژندنی یو کارت تر لاسه کوې. دغه کارت مهم دی. ته مجبور یی چې دغه ستا د پېژندنې کارت، تل د ځان سره ولرې. کله چې پولیس له تانه پوښتنه وکړی ته باید دغه کارت ورته ښکاره کړې.

شین کارت

د پناه غوښتنې د قضیی د اجازې ورکولو مرحله پېل کیږې. چیرته اوسیږی؟ ته په ترایسکیرخن کی یې؟ ته اجازه لرې چې دلومړی استوګنځی له ځای څخه بهر ته ولاړ شې او کولای شې ترایسکیرخن وګوری. مګر ته اجازه نلرې چې وین ته لاړ شې. په نقشه کی ته سرحدونه وینی په نارنجی ساحه د بادن ناحیه کی د ګرزیدلو اجازه لرې که د نارنجی ساحی له سرحد څخه واوړې کیدای شی چې پولیس تاته لوړه جرېمه درکړی.

سپین کارت

ستا د پناه غوښتلو پروسه په اتریش کی ده، ته داوسیدلو لپاره نوی ځای ترلاسه کوي. شاید ته د اتریش کوم بل ځای ته یا کوم بل ایالات ته ولیږل شې ستا د استوګنی لپاره د ځای پیدا کول کیدای شي وخت ونیسی.

آیا ستا د کورنۍ څخه کوم څوک په اتریش کی اوسیږی؟ مهربانی وکړه هغه د بهرنیانو د چارو او د پناهندګۍ فدرال اداری ته ووایه.

د ډاکټر معاینه

Infopoint Traiskirchen

یو ډاکټر به تا معاینه کړی، هغه غواړی پوه شی چې آیا ته روغ یی. ډاکټر به ستا سږی معاینه کړي. که ته ناروغه اوسې، هغه تاته درمل (دوا) درکوی. برسیره پر دی ته کولای شی چې واکسین هم وکړی.

ايا درد لری؟ ايا ځان ناروغ احساسوی؟ .مهربانی وکړه او ډاکټرته یی ووایه.