د دوبلن لایحه / مقرره

آیا ستا د پناه غوښتلو قضیه په اتریش کې څېړل کېږي؟

څېړنه د پناه غوښتنې، غوښتنلیک ته د اجازه ورکولو په معنا ده. هغه قانون چې دغه احکام په کې شته، د دوبلن د احکامو په نوم یادېږي. په قانون کې لیکل شوي دي چې ماشومان او تنکي ځوانان باید دخپلی کورنۍ او خپلوانو سره ووسیږي.

آیا ستا مور، پلار، خور، ورور، ترور (خاله / عمه) او یا ماما / تره د اروپا داتحادیی په کوم هېواد کې اوسیږي ؟ آیا غواړی چې هغی سنګه لاړ شې ؟ لطفأ خپل استازی او یا د بهرنیانود چارو او پناهندګۍ فدرال ادارې یو مامور ته یی ووایه.

په کوم هېواد کې ستا کورنۍ / ستا خپلوان اوسېږي؟ د بهرنیانود چارو او پناهندګۍ فدرال اداره د دغه هېواد نه پوښتنه کوي چې آیا ستا د پناه غوښتنې قضیه څېړي.

د مشرانو لپاره نور مقررات وجود لری. هغه کسان چې عمر یی له ۱۸ کلو څخه ډېر وي “مشران“ . دي. ته اوس په اتریش کې یی. آیا پخوا په بل کوم اروپایی هیواد کی وې؟ که داسې وي نو احتمالأ باید ته بېرته هغه هېواد ته لاړ شې