ته او ستا کورنۍ

څنګه کولی شی بیا خپله کورنۍ پیدا کړې؟

ته خبر نه یی چې ستا مور، پلار، خور او ورور چیر ته دي؟ ستا کورنۍ په دې خبر نه دۍ چې ته چیرته یې؟ د سره صلیب کار کوونکي تا سره مرسته کوي.

ته باید سره صلیب ته یو غوښتنلیک ولیکی تر څو ستا کورنۍ او ستا خپلوان و لټوي. د دغه غوښتنلیک نوم د (پلټنې غوښتنلیک) دی. ستا استازی او ستا سرپرست تا سره مرسته کوي چې د پلټنې غوښتنلیک ولیکی. ستره صلیب ته د پلټنې غوښتنلیک لیږل د پیسو مصرف نه لري. د سره صلیب اداره خپله هڅه کوي.

د سره صلیب اداره خپله هڅه کوي.خو ستا د کورنۍ لټول ډیر وخت ته ضرورت لري. ته هم کولی شې یو څه په خپله وکړې مثل له خلکو څخه د خپلو ملګرو څخه او له خپلو هیوادوالو څخه پوښتنه وکړې.

له بده مرغه کله کله د سره صلیب پلټنې بی نتیجې وي خلک نه پیدا کیږي. او یا د هغه ځواب خپه کونکی وي که چیرته څوک ناروغ او یا مړ شوی وي.

د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره غواړي پوه شي چی ستا کورنی چيری اوسيږي.
د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره ستا کورنۍ لټوي. په قانون کې راغلي چې، ته باید د دغې ادارې سره مرسته وکړې. له خپل حقوقی استازی څخه پوښتنه وکړه. که چیرته نه غواړې چې خپله کورنۍ ولټوې، نو فدرال ادارې ته یې ووایه، او دا هم ووایه چې ولې یې نه غواړې.

ایا ستا کورنۍ کولی شي چې اتریش ته را شي ؟

غواړې چې ستا کورنۍ تا ته اتریش ته راشي؟ ته دا حق لرې چې د خپل مور او پلار سره یو ځای ژوند وکړې، دې ته (دکورنۍ سره یو ځای کیدل) وایي. د دغه کار لپاره ډیر شرطونه شته دي، د مثال په توګه ستا عمر د ۱۸ کلو څخه ټیټ وی، کله چه ته د (کورنۍ سره دیو ځای کیدو) د پاره غوښتنلیک ورکوې. ته پناهندګي لرې او یا هم په اتریش کې د اوستیدلو ( ۳ کلنی اقامت) ویزه لرې.

تا خپل ده پناه لپاره غوښتن لېک ړواندی کړو، بېا ته ۱۸ کلن شوې و اېا تا ېوه مثبت ځواب ترلاسه کړه؟
بېا ذر تر ذر ده سور صلېب سره اړېکې ونېسه،هغوی تاته ړېر معلومات درکوې.

د کورنۍ سره یوځای کیدل سخت کار دی او کیدای شي چې ډیر وخت دوام وکړي. ستا کورنۍ په هر هغه هیواد کې چې اوستیږي باید چې د اتریش ستفارت ته په هغه هیواد کې یو غوښتنلیک (درخواستت) ور کړي. مهرباني وکړه د کورنۍ سره د یو ځای کیدو په اړه د خپل استازي او یا سر پرست ځینې مرسته وغواړه هغوی تا سره مرسته کوي.

دلته ته دی کورنی سره ېو ځای کېدلو په اړه نور معلومات تر لاسه کوی:http://meinefamilie.roteskreuz.at/minderjaehrige
دلته ته ده لټون خدماتو په اړه نور معلومات ترلاسه کوی:https://www.roteskreuz.at/migration-suchdienst/suchdienst
که تا پسی ځوک ګرځی په دی لاندی ادرس کي لیدلي شی، ده خپل عکس سره فامیل لټولایشي: https://familylinks.icrc.org/europe/ps