ستا عمر

په اتریش کی ستا عمرمهم دی. د هغو خلکو چې عمر یی له ۱۸ کلو څخه ډیر وی د مشرانو د ډلی څخه دی. هغوی ستره له ماشومانو او تنکي ځوانانو په پرتله بل ډول چلند کیږی. مهربانی وکړه د خپل سن په هکله حقیقت ووایه.

سړی کولای شی هره نیټه د نورو جنتریو له مخې راواړوي.
دا کار پولیس کوی.

ځینی کوچنیان او تنکی ځوانان هیڅ اسناد نه لري چې د هغوی سن ترې معلوم شي. کله کله هغوی مجبوریږی چې عمر تعیین کړي. هغوی” د سن د تشخیص” لپاره باید ډاکتر ته لاړ شی.

د عمر د تشخیصولو معنا داده: د طب یو ډاکټر معاینې کوی , لکه د مټو او د غاښو عکسونه اخلي او بدن معاینه کوي.

ته نه غواړی چې د ډاکټر په مخ کی خپلې جامې وباسې؟ سره لدی هم باید ټاکل شوی وخت (ترمین) ته ورشې او ورته ووایه چې ته نه غواړې خپلې جامې وباسې. منفی عواقب نلري.

نتیجه؟

ډاکټر د بهرنیانو د چارو او د پناهندګۍ فدرال ادارې ته نتیجه وایی، او هغوی دا نتیجه تاته وایی. که ستا عمر د ۱۸ کلونو نه ټیټ وي ته د کوچنیانو او که د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر ولرې نو د مشرانو څخه شمیرل کیږی او دا د اتریش د ادارو لپاره ستا عمر دی.

که ته د ( ۱۸ کلو څخه پورته) یې ، تا سره بل ډول چلند کیږی. ته به په هغو کورونو کې واوستیږې چې د غټانو لپاره دي، او یا کیدای شي چې ته د اروپا د اتحاد یې یو بل هیواد ته ،تګ ته مجبور شې. د (دوبلن د لایحې په اړه معلومات ).

شاید دا عمر ستا لپاره غلط وی. کله چې تا د خپلی پناه غوښتنی د پروسې لمړۍ فیصله ترلاسه کړه، کولای شې چې دغې نتیجې ته «نه» ووایی، یعنی شکایت وکړی .