منفی ځواب

ځواب منفی دی . ته پناهندګی نه تر لاسه کوې.

ایا ته فکر کوې چې د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداری تصمیم غلط دی؟ د خپل استازي سره کولی شی چه د فدرال اداري محکمې ته یو شکایت لیک ولیږی. ستا استازي تاته ټول شیان توضیح کوي او تا سره مرسته کوي.

یوازی ۴ اونۍ (هفتې) وخت لری چې شکایت لیک ولیږی.

فدرال اداري محکمه دغه کار کوي

فدرال اداري محکمه ستا دوسیه (قضیه) څیړي. شاید چه د فدرال اداري محکمه تا یوی مرکې ته وغواړي. دغه خبرې د (جلسې) په نوم یادیږي.
دا ټول د پناهندګی د اداری په شان دي. د فدرال اداري محکمی قاضیان یو ځل بیا ستا قضیه څیړي

د فدرال اداري محکمه د دی کار د کولو لپاره وخت ته ضرورت لري. کیدای شي یو څو موده دوام وکړي. لطفا حوصله وکړه.

کوم ډول تصمیمونه ممکن دۍ؟

  • د فدرال اداري محکمه تصمیم نیسي چی د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره باید ستا د پناه غوښتنلیک په دقیقه توګه وڅیړي. بیا ته د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداری څخه یو بل فیصله لیک تر لاسه کوی.
  • د فدرال اداري محکمه تصمیم نیسي چی د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال ادارې تصمیم غلط وه، نو بیا ته پناهندګی, د اقامت یو کلنه ویزه او یا د پاتی کيدو اجازه درکوۍ. او یا د انسانانو د تجارت قربانېانو ته د اوسیدلو اجازه ورکول کیږی.
  • د فدرال اداري محکمه تصمیم نیسي چی د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال د اداری فیصله صحیح وه، وروسته له هغه ستا د پناه غوښتنی قضیه په اتریش کی پای ته رستیږي.

د فدرال اداري محکمی منفي ځواب؟

شکایت لیک

د خپل استازي سره خبری وکړه.ځينی وخت سترې محکمې ته او یا اداري عالي محکمې ته شکایت کول ګټور تمامیږي . دا شکایت پیچلی دی او مقررات یې ډیر جدي دي. د دغه شکایت لیک د لیکلو لپاره باید یو وکیل تا سره مرسته وکړي. وکیل ۶ اونۍ وخت لري چې شکایت لیک و لیکي.

په خپله خوښه بیرته تګ

شاید ستا زړه وغواړي چې بیرته خپل هیواد ته ستون شې. دا یو مهم تصمیم دی. خپل استازي سره په دې اړه خبرې وکړه. ته کولی شې چې بیرته لاړ شې کله چې ستا استازی تاته د بیرته تګ اجازه در کړي ځکه چې دا کار تا لپاره ښه ګېدای شې.

ته هیواد ته د بیرته ستنیدو د پاره مرسته تر لاسه کولای شې. مؤسسې تا سره په سفر کې او په خپل هیواد کې مرسته کوي. د ټولنو او اتريشي چارواکو پتی ( ادرسونه) دلته پیدا کولای شې.

د بیرته لیږلو توقیف څه شی دی؟ د پولیسو نظارت څه شی دی؟

د بیرته لیږلو توقیف معنا دا ده چې ته بندیخانه کې یې. بیرته لیږلو توقیف د هغو خلکو د پاره دی چې هغوی مجبور دي چې د اتریش څخه ووځی. ته مه ویریږه! کوچنیان او تنکي ځوانان باید په بندیخانه کې نه اوسي. ایا ته په بندیخانه کې یې؟ مهرباني وکړه ډیر ژر د خپل حقوقي مشاور یا استازي سره اړیکې ټینګې کړه. په دې ډول کولی شې یو شکایت لیک وړاندې کړې.

په تعین شوی وخت کی پولیس ته د حاضریدلو معنا دا ده چی ته مجبور نه یی چه ته د بیرته لېږدولو توقیف کی پاتې شې. همدارنګه د دې خبرې معنا داده چه ته باید په منظمه توګه پولیس ته ورشې.