ښه راغلاست

ته اوس په اتریش کی یې.
هیله ده چې روغ او بی له ستتونزو راغلي اوسي.

دا معلومات تاته په اتریش کی د پناه غوښتنی پروسه توضیح کوی. او تاته ستا حقوق او مکلفیتونه درښیی او ته
باید ښه ځان پوه کړې چې د پناه غوښتنی پروسه څرنګه په مخ ځی.

موږ دا معلومات ستا لپاره برابر کړي
موږ يوه ډله د پناه غوښتلو کارپوهان او ځوانان يو چی دا معلومات مو په ګډه برابر کړی دی.

اتریش

تریش په اروپا کی یو هیواد دی او د اروپا د اتحادیی غړی دی. د اروپا اتحادیه کی ۲۸ هیوادونه غړیتوب
لري، لکه آلمان، فرانسه، هنګری او یونان. د اتریش پلازمېنه (پایتخت) د ویانا ښار دی.

په اتریش کی له کوچنیان او تنکی ځوانان څخه ساتنه کیږي. په اتریش کې پولیس ستا ساتنه کوي. ته دلته په امن کی یی. آیا ویره لرې؟ څوک تا تهدیدوي؟ مهربانی وکړ له پولیس سره خبری وکړي.

ستونځې؟ پوښتنې؟

آیا نور معلومات غواړې؟ آیا د پناه غوښتنی په قضیه کی په کوم شی نپوهیږې؟ آیا ستا د پناه غوښتنی په قضیه کی ځینی شیان شته چی د دلته ذکر شوي سره توپیر لری؟ کی چیری داسی شی وي،

مهربانی وکړه له هغه چاسره چې ستا د اعتماد او باور وړ وی خبرې وکړه.د مثال په توګه: حقوقی مشاور، ستا استازی او یا یوڅوک د خیریه ټولنو او مرسته کونکو سازمانونو څخه

ته حق لری او باید هغه وپیژنی. ته کولای شې چې مرستې ترلاسه کړې. د حقوقي سلاکار (مشاور) په هکله معلومات په مينو او بيا ستا کار پوه کی تر لاسه کولی شی.