د اقامت (اوستیدلو) ویزه

مرکې تیرې شوې. د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال اداره باید ستا په درخواست کار وکړی. لطفا حوصله وکړه. څو اونی یا څو میاشتی پکار دي، تر هغه وروسته ته به ځواب تر لاسه کړې دا څرګنده ده چی د انتظار ایستلو وخت به سخت تمامیږي.

ته څه کولی شي؟

  • د خپل سرپرست سره وغږیږه، ملګرو سره دې وګوره او خپل حال ورته ووایه.
  • هغه څه وکړه چه تاته په زړه پوری وي.
  • له وخت څخه ګټه واخله او نوی شیان زده کړه، لکه المانی ژبه.
  • ښوونځي ته لاړ شه او ېو مسلک زده کړه.

د پناه ورکولو اداره باید قانون مراعات کړی. یو ډیر مهم قانون د “مها جرینو لپاره د ژینوا کانوانسیون” په نوم یادیږي.
په هغه کی ذکر شوی هغه څوک پناه (پناهندګی) اخیستلی شی چه په خپل هیواد کی تهدید شی او هیڅ ډول حمایت ونلری.
د مثال په توګه: کوچنیان او تنکي ځوانان د مذهبی او عقیدوی ستونځو سره مخامخ دی.
بل مثال: هلکان مجبوریږی چه وسلوال وجنګیږی.
بل مثال: نجونی مجبوریږی چی د خپلو غوښتنو خلاف واده وکړی.
بل مثال: نجونی باید سنت شی.

ایا غواړی دقیق پوه شی چی د “مها جرینو لپاره د ژینوا کانوانسیون” کی څه شی لیکل شویدی؟
نو بیا د خپل استازی څخه پوښتنه وکړه.

د بهرنیانو د چارو او پناهندګۍ فدرال د اداری فیصله/ تصمیم د پوست (لیک) په وسیله ستا استازی ته لیږل کیږی.تصمیم مثبت او یا منفی وی. ستا استازی دا فیصله تاته توضیح کوی.

ایا مثبت ځواب دی اخیستی دی؟

پناه غوښتنه

ځني پناغوښتنی/ازول ته ( لویه پناهندګي) او یا (د پاسپورت اخیستل) وایي.

اتریش تاته پناهندګی درکوی. د پناهندګی معنا دا ده چه:

    • ته په اتریش کی د ژوند کولو اجازه لری.
    • ته په اتریش کی ۳ کلونولپاره د ژوند کولو اجازه لری. که چیری پس له ۳ کلونو تاته په خپل وطن کي خطر موجود وي، تاته به دایمي اقامت در کړی.
    • ته کولی شی کار وکړی.
    • ستا عمر له ۱۸ کلو ټیټ دی کولای شی خپل مور او پلار اتریش ته راوغواړی.
    • ته یو پاسپورت تر لاسه کولای شی چی د هغه نوم د کانوانسیون پاسپورت دی . د هغه سره سفر کولای شی

د اوستیدلو یو کلنه ویزه

ځینې کوچنیان او تنکی ځوانان دې ته “کوچنۍ پناهندګي”, “یزه” او یا “پاراګراف” وایی.

د اوستیدلو یو کلنه ویزه هغه خلک ترلاسه کوي چې پخپل هیواد کی په امن کی نه وي.
د مثال په توګه: په هیواد کی یې کورنی جنګ او مرګ شته.
د مثال په توګه: کوچنیان او تنکي ځوانان سخته ناروغي لري او په خپل هیواد کې یې درملنه نه کیږي.

د اوستیدلو یو کلنه ویزه دا معنا لري چې:

  • ته په اتریش کې د اوستیدلو اجازه لرې . دا د یو کال لپاره اعتبار لري. کیدای شي چه تمدید شي.
    ستا استازی یې باید غوښتنه ( درخواستت) وکړي، مهرباني وکړه د خپل استازي څخه پوښتنه وکړه. که ستا سن د ۱۸ کلو او له هغه څخه پورته وی نو باید غوښتنلیک خپله ولیکې. مخکې تر دې چه یو کال پوره شي باید غوښتنلیک ورکړې. کیدای شي ستا ویزه د ۲ کالو د پاره تمدید شي .
  • ته کولی شی کار وکړی.
  • ایا وروسته له ۳ کلونو ستا د اقامت ویزه تمدید شوی ؟ ستا عمر له ۱۸ کلو ټیټ دی ته خپل مور او پلار اتریش ته راغوښتلی شی.
  • ته کولی شې پاستپورت تر لاسه کړې چې د “بهرنیانو پاستپورت” په نوم یادیږي. ته دهغه سره سفر کولی شې.

آیا ته غواړی چې پناهندګي تر لاسه کړې؟ مهرباني وکړه د خپل استازي سره خبرې وکړه. ستا استازی کولای شي چه تا سره یو ځای یو شکایت لیک ولیکي او د فدرال اداري محکمې ته یې ولیږي. د شکایت لیک د لیږلو لپاره ۴ اونۍ وخت لری او دا به ستا پر موقتې اقامت باندۍ منفۍ اغېزه ونګړۍ.