ستا د رسيدو نه وروسته مرکه

د راتلو لاره او ستا عمر

مخکی له مرکی پولیس ستاعکس اخلی اوستا د لاس د ۱۰ ګوتو نښی اخلی. هیڅ ډار مه لره.

ستا دلاسو دګوتو نښې په کمپیوټر کې ثبت کېږي. یو سړی کولای شی چې نوم بدل کړی. خو د ګوتو نښی د هر انسان یو ډول پاتی کیږی. د پولیسو اداری په اروپا کی سره په ګډه کار کوی، هغوی د ګوتو نښې په کمپیوټر کی سره مقایسه کوی. پولیس یی سمدلاسه وینی که څوک کوم بل هيواد کی اوسيدلی وي. دا دی د دوبلين پروسه.

خپل ټول اسناد او کاغذونه پولیس ته ښکاره کړه.د مثال په توګه پاسپورت، د ډاکټرسندونه، د ښونځی تصدیقونه او عکسونه. پولیس دغو معلوماتو ته اړتیا لري. پولیس کولی شي چې ستا اسناد / کاغذونه وڅېړی

پولیس له تا ډیری پوښتنی کوی د مثال په توګه د دی موضوعاتو په اړه:

  • وطن / ستا هيواد
  • کورنۍ / خپلوان
  • د زیږیدو نیټه/ عمر
  • لاره/ سفر/ هیوادونه

آیا تا معلومات تر لاسه کړي؟ د چا څخه؟ د مثال په توګه د هغه چا څخه چې ته یی اتریش ته راوستی یی؟ ډېر وخت د دغو خلکو معلومات غلط وي مهرباني وکړه پولیس ته ریښتیانۍ کیسه وکړه. لطفأ په هغه څه چې پوهېږې ووایه.

څومره چې کولای شی ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړه. که ته په یو ځواب نه پوهیږې، ووایه «زه پری نه پوهیږم» یوازی هغه څه ووایه چه ته پری صحیح پوهیږی. لطفأ حقیقت ووایه.

د انسانانو تجارت څه شی دی؟ دماشومانو تجارت څه شی دی؟ ځینی کوچنیان اوتنکی ځوانان اتریش ته یوازې راوستل کیږی. دا کوچنیان مجبور دی چه کار، ګدایی او غلا وکړی او یا د جنسي معاملو لپاره پلورل کیږی. هغوی دې کارونو ته مجبوریږی. د کوچنیانو تجارت او کارکول منع دي. ټول کوچنیان اوتنکی ځوانان د قانون له مخی ساتل کیږی. لطفأ ووایه. که ته مجبور یی چه د بل چا د پاره کار وکړی. لطفأ ووایه که ته کوم ماشوم پیژنی چې د کار په کولو مجبور دی. پولیس د ماشومانو او تنکی ځوانانو سره مرسته کوی.

د پولیس سره د مرکی (مصاحبی) په پای کی دغه لیکنه/ پروتوکول په لوړ غږ لوستل کیږي. ژباړونکی تاته هر څه چی ليکل شوی وي , په دقيقه توګه لولي .

آیا ټول شیان په پروتوکول کی لیکل شوی دی کوم چې تا ویلی دی؟ هغه وخت یی لاسلیک کړه چې ستا په نظر صحیح اوسی. وروسته ته نوری مرکې هم لرې. ستا ټولی مرکې(مصاحبی) به سره مقایسه شی. ته د پروتوکول یوه کاپی ترلاسه کولای شی. د پروتوکول یوه کاپی وغواړه.

په ترایسکیرخن کی یوه بله مصاحبه ؟

کله کله ته د بهرنیانو د چارو او پناهندګې فدرال ادارې له خوا د مرکې له پاره یوه نیټه ترلاسه کوې.د دغو خبرو له پاره ته په ترایسکیرخن کی۱۷ لمبر ودانی کی د انتظار خونې ته ځې. مهربانی وکړه منتظر اوسه. یو څوک تا مرکې ته بیایی.

په مرکه کې مهمې موضوعگانې شته. ستا د راتلو لار او ستا عمر .
لطفأ ټول په دقيقه توګه ووايه!

غواړې څه شی وڅښې؟ تفریح ته اړتیا لرې؟ مهربانی وکړه ووایه. ناروغ یی؟ لطفأ ووایه.

آیا زه باید المانی خبری وکړم؟

ته کولای شې په خپله ژبه خبرې وکړې. په هره مرکه کی ژباړونکی (ترجمان) شته. ژباړونکی په آلماني او ستا په ژبه پوهیږي. هغوی هر څه دقیق په آلمانی وایي، کوم څه چه ته یی په خپله ژبه وایې. هغوی تاته هغه څه دقیق وایی چه د دولت مامور/ مصاحبه کونکی پوښتنه کړی ده.

ژباړونکي د ژبې ژباړه کوي، هغوی قاضیان ندي. ژباړونکي اجازه نلري چی خپل نظر څرګند کړي. ژباړونکي باید بې طرفه اوسی. ژباړونکی اجازه نه لری چی ستا په باره کی بل چاته څه ووایی. ته د ژباړونکي په خبرو نه پوهیږی؟ مهربانی وکړه سمدلاسه یی ووایه. دا تاته کومه منفی نتیجه او عواقب نلري.